IQNA

الازهر دینی مرکز د قرآن د زده کړې اپلیکیشن افتتاح  کړ

14:59 - October 04, 2025
د خبر لمبر: 3491807
ایکنا – د  مصر دالازهر  د اړونده څانګو  له خوا د قرآن کريم د زده کړې د اپلیکیشن  مخ کتنه وکړه

 ایکنانیوز د نيوز روم  له قوله راپور راکړی، دا اپلیکیشن چې په  «قاري برېښناکي قرآن» په  نامه دی، د الازهر شيخ  احمد الطيب، په ملاتړ او د الازهر د مرستيال د محمد عبدالرحمان الضويني، په څارنې کې او د الازهر د نوي ټیکنالوژيو څخه ګټې اخيستو په لاره کې د قرآن خدمت او تعليم په هدف سره پیل شو.

د الازهر تابعې ادارو اداره (یعنی د الازهر تابعې څانګو څانګه) څخه يو  شمیر پروګرام  لیکونکو څېړنکارانو دا اپلیکیشن تیار کړی دی او دا پروګرام په ځانګړې توګه د زده کړيالانو او ښوونکو لپاره د قرآن کريم د سم تلاوت د اسانولو لپاره ډيزاين شوې دی.

د الازهر د قرآن عمومي اداره د اپلیکیشن تخنیکي معاينه ترسره کړې چې د تلاوت په دقت، د محتوا په سم کېدا، د تجويد قواعدو سره په  همغږۍ  او د قرآن په سم ضبط کې ډاډ ترلاسه کړي.

دا اپلیکیشن يوه اغېزشیندونکې  تعلیمي وسيله ده چې د قرآن کريم  د سم او څرګند تلاوت برابرولو له لارې، د الازهر ادارو په داخل  او بهر کې د قرآن کريم د تعليمي پروسې ملاتړ کوي.

دا پروژه د الازهر په ديني تعليم کې له  اوسمهاله ټکنالوژيکي وسيلو څخه د ګټې اخيستو د ژمنې په لاره کې ترسره شوې چې  داسلامي ارزښتونو  په سم  جوړښت کې  به د قرآن کريم حفظ او تلاوت په آ سانولو کې مرسته وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4308001

captcha